AP ۱۴۰۳ لړم ۲۷ ۱۹:۱۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85662232
T T
۰ Persons

Tags

د امو سیند په حوزه کې د نفتو د ۱۸ نویو څاګانو کیندلو کار پیل شو

کابل- ایرنا- د اف چین شرکت ویاند د امو سیند د نفتو په ساحه کې د ۱۸ نورو څاګانو کیندلو د پیل اعلان وکړ.

په کابل کې د ايرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د اف چین شرکت وياند امرالدين عليزي نن د لړم په ٢٧مه نېټه وويل چې امو دریا نفتي حوزه کې د ۱۸ نویو استخراجي څاه ګانو د کیندلو چارې پیل شوې، چې په قشقري بلاک، د سرپل اق دریا او د جوزجان په زمردسای کې موقعیت لري.

هغه زياته کړه: د کیندنې چارې به یې په ۲۰۲۵ زیږدیز کال کې پای ته ورسېږي او د نفتو استخراج به ورسره د پام وړ زیات شي.

د ایرنا د راپور له مخې، د اف چین یا د افغانستان-چین په نوم د چینایي شرکت ترمنځ د ١٤٠١ کال د مرغومی په ١٥ نیټه د تیلو د استخراج یو لوی تړون لاسلیک شو.

 د دغه قرارداد له مخې به د امو سیند د نفتي حوزې له ۴۵۰۰ کیلومتره مربع مساحت څخه چې د سرپل، جوزجان او فاریاب په ولایتونو کې موقعیت لري، تېل استخراجېږي.

 د دغه قرارداد پر بنسټ به د امو سیند له سیمې څخه یو زره ټنه او بیا تر شل زره ټنه پورې تېل د دغه چینايي شرکت له خوا استخراج شي.

 اوس مهال د امو سیند له نفتو څخه څه باندې درې زره ټنه تېل ایستل کېږي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .